سویس: د امربالمعروف قانون د افغانستان نیمايي وګړي له حقونو بې برخې کوي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/7d20761019f6897b06a471e4e283a489773d7919-960x640.jpg?rect=0,50,960,540&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د سویس د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو د امر بالمعروف نوی توشیح شوی قانون د افغانستان نیمایي وګړي له خپلو بنسټیزو حقونو او ازادیو څخه د بې برخې کولو یو بل ګام دی.
دغه وزارت په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د بشري حقونو دفاع، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د سویس لپاره لومړیتوب دی.
طالبانو په دې وروستیو کې د « امر بالمعروف او نهي عن المنکر» نوی قانون توشیح کړ.
دغه قانون په پراخه کچه په ځانګړو او عامه برخو کې د ښځو، نجونو او نورو وګړو حقونه په نښه کړي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف په نوي قانون کې د ښځو غږ ان د قران لوستلو پر مهال هم د ښځو «عورت» بللی دی.
د طالبانو د دغه نوي قانون توشیح کېدل په تېرو ورځو کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي.
د ښځو د حقونو فعالانو دغه قانون په افغانستان کې د ښځو د ګوښه کولو او د «جنسیتي توپیر» د لا پیاوړي کولو لپاره د فشار دوام بللی دی.