سرچینې: وزیرستان کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۵

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې تېره ورځ شمالي وزیرستان نورک سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې د پاکستان دوه امنيتي عسکر وژلي او اته نور ټپیان دي.

ويل کیږي د ټپیانو له ډلې د درېیو عسکرو روغتیایي حالت نازک دی.

د دغه برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې په غاړه اخیستی.

ځینو پاکستاني رسنیو هم خبر ورکړی چې د شمالي وزیرستان نورک سیمه کې له لرې څخه د کنټرولېدونکي سړک غاړې ماین د پاکستاني پوځ یو موټر په نښه کړې چې له امله یې دوه امنیتي عسکر وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

رسنیو ویلي، د پاکستاني امنيتي ځواکونو يو کاروان له ميرانشاه څخه بنو ته روان و، چې د نورک په سيمه کې پرې دا ماین چاودلی.

پاکستاني پوځ په رسمي ډول په دې اړه بیان نه دی خپور کړی.

نور خبرونه

رادیو