ندیم د نجونو زده‌کړو ته په اشارې: په «اسلامي نظام کې» د خلکو غوښتنې نه شو منلی

AP ۱۴۰۳ وږی ۴

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر وايي،‌ د نجونو د پوهنتونو او ښوونځیو د پرانیستلو په اړه بیړنی تصمیم نیول شونی نه دی.

هغه وايي، په دې اړه د دوی د مشرانو تر منځ مشورې روانې دي، او له پرېکړې وروسته په دې اړه خپل تصمیم اعلان کړي.

ندا محمد ندیم وایي: «د نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو د تګ په اړه د عالمانو څېړنې دوام لري، که یې داسې څه وموندل چې نجونو ته د درس ویلو اجازه ورکړل شي خو خلاص به یې کړو او که نه همداسې به تړلي پاتې وي.»

د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم د یاد وزارت په اړه د کلنيو لاسته راوړنو په پروګرام کې د نجونو زده‌کړو ته په اشاره وویل، چې د خلکو د غوښتونو سره سم چارې نه شو ترسره کولی.

نوموړي زیاته کړه: «زموږ په هېواد کې ۹۰ سلنه د ښځو حقوقونه ورکړل شوي او خلک یوازې دې ته متوجه دي چې ولې ښوونځي نه خلاصیږي. دلته چې هر څه کیږي د اسلامي شریعت په رڼا کې به کیږي. موږ نه شو کولی چې په اسلامي چاپيریال او سل په سله اسلامي نظام کې د خلکو د غوښتنې مطابق چارې تر سره کړو، هغه که شریعت مني که یې نه مني.»

نوموړی وايي، د نجونو د پوهنتونو او ښوونځيو په اړه په بیړه تصمیم نیول شونی نه دی.

ندا ندیم وايي،‌ پوهنتونونو او ښوونځیو ته د نجونو د تګ په اړه دیني عالمانو خپل څېړنې پیل کړې. او د هغوی له څېړنو وروسته به پوهنتونونو او ښوونځیو ته د نجونو د تګ په اړه پرېکړه وشي.

نوموړي زیاته کړه: «که څېړنې دا وښوده، چې نجونې ښوونځیو او پوهنتون ته باید ولاړې نه شي، نو بیا به پوهنتونونه او ښوونځي همداسې تړلي پاتې وي. موږ په ډاډ نه شو ویلی، چې په کومه ورځ به ښوونځي پرانیستل شي.»

د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر چې د دغې ډلې مشر هبت الله ته نږدې کس دی وايي، د نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو په اړه چې هره پرېکړه کیږي هغه به د «اسلام، شری‍عت او کلتور» سره به په ټکر کې نه وي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دغه چارواکی وايي، د لوړو زده‌کړو په چوکاټ کې یې شاوخوا ۱۳۰ نصابونه د مسودې په ډول بدل کړي او د تایید لپاره یې د یادې ډلې مشر هبت الله ته استولي دي.

نوموړی وايي: «ټول به یو نصاب وي، هغه مضمونونه چې اړتیا یې نه شته هغه به لرې کړي او هغه فکري انحرافات چې په مضامینو کې ځای پر ځای شوي دي هغه به لري کوو، او د افغانستان د افکارو او اسلامي مضامین به په کې ځای پر ځای کړو.»

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر له هېوادونو غوښتنه کوي، چې زده‌کړیالانو ته د بورسونو ورکړه دې د یادې ډلې سره په همغږۍ ترسره کړي.

نوموړی وایي، په هغو هېوادونو کې چې د خپلو زده‌کړیالانو، پر «مفکروه، ایمان صورت او سیرت» باندې باوري نه دي هلته د لوړو زده‌کړو ل‍پاره زده‌کړیالان نه استوي.

نور خبرونه

رادیو