د پنجاب له کهوټې ـ راولپنډۍ ته پر لاره د یوه بس د اوښتو په پېښه کې ۲۹ کسان مړه شوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۴

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه مساپر وړونکی بس چې نن سهار د پنجاب له کهوټې ـ راولپنډۍ ته پر لاره و، له سړک بېواکه شوی او ګړنګ ته غورځېدلی چې له امله یې ۲۹ مساپر مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د پاکستان جیونیوز د راپور له مخې نن سهار له کهوټې سیمې څخه راولپندۍ ته تلونکی بس د (پانه پل) سیمې ته نږدې یوه ګړنګ ته غورځېدلی چې له امله دېرش تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

رسنیو د سیمه ییزو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې، د غرنۍ سيمې له امله پوليس او د ژغورنې ډلې د پېښې ځاى ته په رسېدو کې له ستونزو سره مخ دي خو ځايي خلک هڅه کوي چې له بس څخه مړي او ټپي کس را وباسي او روغتون ته یې ورسوي.

په راپورونو کې ویل شوي، چې د دغه بس ټولې سورلۍ نارینه وو.

نور خبرونه

رادیو