د کابل – کندهار پر لویه لار موټر چلوونکي د سړک له خرابوالي څخه شکایت کوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۴

د کابل – کندهار د لويې لارې موټر چلوونکي او مسافر د سړک له خربوالي څخه شکایت کوي او غوښتنه کوي، چې د سړک جوړېدو چارې دې ګړندۍ شي.

د دغه لویې لارې ډېره برخه د تېرو جګړو او طالبانو د ماین چاودنو له کبله ویجاړه شوې ده.

پر دې لار تلوونکي موټر چلوونکو او مسافرو د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ويلي، د طالبانو له لوري د دغه لارې پر جوړېدو تر دوه کاله ډېر وخت وشو، چې لا هم نه ده بشپړه شوې.

علي محمد پر دې سړک موټر چلوونکی دی او وایي: «زما موټر څو ځله پر دغه لاره خراب شوی او د دې سره - سره چې پر وخت خپل هدف ته نه یم رسېدلی، بلکي لسګونه زره زیان هم راته رسېدلی.»

د ترانسپورټې شرکتونو مسوولين هم د دغې لارې د خرابولي څخه شکایت کوي او دا د ترافيکي پېښو اصلي لامل بولي.

دوی له طالبانو غواړي، چې د سړک جوړېدو لپاره دې هڅې او وسايل زيات کړي.

دغه لویه لار چې د طالبانو د ټولګټو وزارت له لورې جوړيږي، بېلابېلو ساختماني شرکتونو ته یې د جوړېدو چارې سپارلې دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس رسنیو ته ويلي، چې د دغه سړک د جوړېدو چارې يې تېر کال پيل کړې، چې ژر به بشپړې شي.

نوموړی پر دې لار د تګ راتګ پر مهال د مسافرو او موټر چلوونکو ستونزې مني.

حق شناس دا ونه ویل، چې دغه لاره په څومره مالي لګښت جوړيږي.

يوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې له کندهار څخه تر زابل پورې د ۳۷ کیلومټره سړک جوړېدو چارې حافظ ساختماني شرکت ته د کرومایټو ډبرو د یوه کان را ایستلو په مقابل کې ورکړل شوې دي.

څه موده مخکې د دغه شرکت مسوول فیض الله نوري سيمه ييزو رسنيو ته ويلي وو، چې د کرومايټو دغه کان د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې د پنځو کالو لپاره ورکړل شوی دی.

طالبانو ويلي هڅه کوي، چې تر راتلوونکي ژمي پورې د دغه سړک د جوړېدو چارې بشپړې کړي.

د کابل - کندهار لاره چې شاوخوا ۴۸۳ کېلومټره ده، د مرکز او کندهار په ګډون ډېری نور ولایتونه له یو بل سره نښلوي.

دا لویه لار زيات مهال د ترافيکې پېښو شاهده وي او په تېرو څو کلونو کې په زيات شمېر کسان په ترافیکې پېښو کې مړه او زخميان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو