طالبان: قطر غواړي د کابل او دوحې تر منځ مستقيم پروازونه پيل کړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۴

طالبانو په يوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په کابل کې د قطر سفارت مستشار د طالبانو له سیاسی مرستیال سره په لیدنه کې ويلي، چې هڅه کوي د کابل او دوحې ترمنځ مستقیم پروازنه پيل کړي.

مولوي کبير هم په اقتصادي، سياسي او سوداګريزو برخو کې دوه اړخيزه همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د یکشنبې په ورځ (د وږي ۴ مه) نېټه په يوې خبرپاڼه کې د مولوي کبير او په کابل کې د قطر سفارت مستشار مردف القاشوطي د لېدنې خبر ورکړی.

دغه قطري ډېپلومات په ليدنه کې ويلي، چې دوی به له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي او په قطر کې به یو شمېر افغان ځوانانو ته د بانکدارۍ په برخه کې د ظرفيت لوړولو زمينه هم برابره کړي.

قطر د دغه ليدنې په اړه جزیيات نه دي شریک کړي.

په لیدنه کې د طالبانو سياسي مرستیال په دوحه کې د افغانستان اړوند غونډې جوړول د قدر وړ بللي او د فلسطين اړوند يې د قطر له دريځ او سیاست څخه هم ستاینه کړې ده.

په اعلامیه کې د فلسطين اړوند د مولوی کبير له قوله ليکل شوي: « طالبان د فلسطین د خپلواک دولت غوښتونکی دی.»

نوموړي په دې ليدنه کې له نورو اسلامي هېوادونو هم وغوښتل، چې په خپلو هېوادونو کې افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمينې برابرې کړي.

که څه هم قطر تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو د دغې ډلې د واکمنۍ له پېل راهیسې یې له دوی سره قوي ډېپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې ټینګې کړې دي.

قطري چارواکي په خپلو وینا او اعلاميو کې لا هم د طالبانو حکومت ته د افغانستان د جمهوري دولت خطاب کوي.

نور خبرونه

رادیو