جاپان له طالبانو غوښتي چې د زدهکړو، کار او ازادۍ لپاره د افغان ښځو او نجونو غږ واوري
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/56e54d9f302501ea3dd006b2e7413e4349a3852a-1000x600.jpg?rect=0,19,1000,563&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
په کابل کې د جاپان سفارت د طالبانو له خوا د «امربالمعروف او نهي عن المنکر» د قانون له مخې پر افغان ښځو او نجونو د بندیزونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. دغه سفارت د ایکس پاڼې له لارې پر طالبانو غږ کړی چې د زدهکړو، کار او ازادۍ لپاره د افغان ښځو او نجونو غږ واوري.
په کابل کې د جاپان سفارت د شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «موږ به له نړۍوالې ټولنې سره په همغږۍ طالبان وهڅوو چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د زدهکړو، کارموندنې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو او نجونو غږ واوري.»
طالبانو د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۳۱مه وویل، چې د دغې ډلې مشر «د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون» توشیح کړی دی.
طالبانو په دغه قانون کې د ښځو پر وړاندې بې ساري بندیزونه لګولي دي. طالبانو پر ښځو دا جبري کړې چې خپل ټول بدن به پټوي، او وايي «د ښځو غږ عورت دی.»
دغه قانون د بشري حقونو فعالانو او یو شمېر هېوادونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د بلجیم د بهرنیو چارو وزیره حاجا لحبیب وايي، د امربالمعروف له قانون څخه د طالبانو هدف له ټولنې څخه د افغانستان د نیم نفوس اېستل دي.حاجا لحبیب د وږې میاشتې په درېیمه نېټه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «په افغانستان کې د ښځو دریځ باید پیاوړی شي.»