له پاکستانه ایران ته د زیارت کوونکو د یوه بل بس د چپه کېدو له امله ۱۱ تنه وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۴

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې له دې هېواد څخه ایران ته د زیارت کوونکو د یوه بل بس د چپه کېدو له امله ۱۱ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
د راپور له مخې؛ دا پېښه د مکران په لویه لار هغه وخت رامنځته شوه، چې د یادو زیارت کوونکو بس موټر د بریک د خرابېدو له امله کندې ته ولوېد.

پاکستاني پولیسو ویلي، چې دا بس له پنجاب څخه ایران ته روان و.
د پولیسو په خبره؛ د پېښې قربانیان د پېښې له سیمې نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د یادولو ده، چې څو ورځې وړاندې هم په ایران کې د پاکستاني زیارت کوونکو د یوه بس موټر د چپه کېدو له امله ۲۸ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپيان شول.
د راپورونو له مخې؛ دا کسان دوه ورځې مخکې له ایران څخه د یوې ځانګړې الوتکې په وسیلې سره پاکستان ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار بیا د یوې بلې ترافیکي پېښې له امله چې یو بس موټر د پنجاب له کهوټې ـ راولپنډۍ ته پر لاره و، له سړک بېواکه شوی او ګړنګ ته غورځېدلی چې له امله یې ۲۹ مساپر مړه او یو بل ټپي شوی دی.


نور خبرونه

رادیو