طالبان پر پټۍ پرېکولو،ځانګړو ورځو نمانځلو،پر سرو قالینو کرځېدلو او ازادو سیالیو بندیز لګوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۴

د طالبانو دامربالمعروف وزارت یو مکتوب چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو تر لاسه کړی، پکې یې له ملا هبت الله څخه غوښتي چې یو لړ بندیزونو منظور کړي.

په دې مکتوب کې راغلي، چې پټۍ پرېکول، د ځانګړو ورځو نمانځل، په ادارو کې پر سرو قالینو ګرځېدل او ازادې سیالۍ د اسلام په دین کې نه شته.

دغه مکتوب شاوخوا درې میاشتې وړاندې د طالبانو د امربالمعروف او نهې المنکر وزارت وزیر خالد حنفي په خپل لاسلیک د دې ډلې مشر ملا هبت الله ته لېږلی دی.

د دې مکتوب په لومړی برخه کې خالد حنفي ملا هبت الله لیکلي، چې د شته معلوماتو په اساس د طالبانو او غیر طالبانو واک لاندې ادارو کې ځینې منکرات لا هم موجود دي.

په دغه مکتوب کې راغلي، چې د کار په شروع کې د پټۍ پرېکول، د ځانکړو ورځ نمانځل چې د اسلام په دین کې د هغو ثبوت نه وي؛ لکه د معلم او میینانو ورځ نمانځلو یادونه کړې ده او دا چارې یې له غیر مسلمو سره تشبه ده.

دوی همدراز زیاتوي، چې د طالبانو تر واک لاندې د دولتي ادارو په دهلېزونو او زینو کې پر قالینو باندې له بوټانو سره ګرځېدل، هم له کفارو سره تشبه ده.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت په دې مکتوب کې اخري وړاندېز دا دی، چې د بوکس ازادو سیالیو پر لوبه باندې ځکه بندیز ولګول شي، چې د سترګو د ‌ړندېدو او دماغو د زخمي کېدو تر څنګ د مرګ خطر دی؛ نو په اسلامي شریعت کې دغه شان لوبه ناجایزه ده.

د طالبانو امربالمعروف وزیر خالد حنفي د مکتوب په پای کې له ملا هبت الله څخه غوښتي، چې د دې ډلې واک لاندې ادارو کې د ذکر شویو منکراتو څخه د مخنیوي په موخه لکه څنګه چې لازم ګڼي لارښوونې وکړي.

دا نوي محدویتونه په داسې وخت کې مطرح کیږي، چې طالبانو د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۳۱مه وویل، چې د دغې ډلې مشر «د امربالمعروف او نهې منکر» قانون توشیح کړی دی.

طالبانو په دغه قانون کې د ښځو په وړاندې ډېر سخت بندیزونه لګولي، چې د ښځو بشپړ بدن پټول پکې جبري ښودل شوي او دا یې هم په کې ویلي، چې «د ښځې غږ عورت دی.»

تېره اونۍ خالد حنفي په کندوز کې یوې غونډې ته ویلي وو، چې «شریعت پلی کوو» او په دې برخه د هیچا فشار نه منو.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته درې کاله کیږي، چې نړۍواله ټولنه او د سیمې هېوادونه له طالبانو غواړي، چې په افغانستان کې دې ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د وګړو ټول بشري حقونه دې په پام کې ونیسي؛ خو طالبان وايي، چې دوی د خپلې خوښې حکومت کوي او د نورو دا ډول څرګندونې په خپلو چارو کې لاسوهنه بولي.

نور خبرونه

رادیو