د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک سبا ته ۱۵ میلیون ډالره لیلاموي

AP ۱۴۰۳ وږی ۴

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک سبا دوشنبې ۱۵ میلیون ډالره لیلاموي.
دغه بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په شرایطو برابر بانکونه او د پولي خدمتونو شرکتونه په دې تړاو بولۍ کې ګډون کولی شي.

په خبرپاڼه کې له سوداګريزو بانکونو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتل شوي، چې د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پايه تصفيه کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د زمري په ۲۲مه هم ۱۵ ميليون ډالره لیلام کړي و.
د یادولو ده، چې طالبان وخت ناوخته د افغانیو د ارزښت د لوړولو په موخه ډالر لیلاموي.
سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره افغانیو خپل ارزښت په بې ساري توګه له لاسه ورکړی و، خو هېواد ته د نغدو ډالري کڅوړو په رسېدو او د طالبانو له خوا لیلام یې د افغانۍ د ارزښت په لوړېدو کې مرسته وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد بیا د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې له مشر جف کریګو په کتنه کې ویلي، چې دغه بانک په تېر و درېیو کلونو کې وکولای شول د افغانستان بانکي سکتور بېرته پر خپلو پښو ودروي او د افغانۍ ارزښت په غوره توګه وساتي.

نور خبرونه

رادیو