شمالي وزیرستان میرعلي کې زرګونه کسانو د امن غوښتلو لپاره لاریون کړی

AP ۱۴۰۳ وږی ۴

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، چې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې نن یکشنبه د وږي میاشتې څلورمه نېټه د سیمې زرګونو کسانو په خپلو سیمو کې د امن غوښتلو لپاره لاریون وکړ.

دوی وايي، په خپل چم ګاونډ کې نور پردئ جګړې نه مني.

له شمالي وزیرستان څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو وویل، چې نن د یکشنبې ورځ د (وږي څلورمه) د میرعلي او شاوخوا سیمو زرګونه اوسیدونکو د امن غوښتنې په پار لاریون کړی او د میرعلي بازار یې هم تړلی.

دوی د پاکستان له حکومت او پوځ څځه غواړي چې د دوی په سیمو کې دې وسله والې جګړې ودرول شي او دوی نور د جګړو او کډوالۍ زور نه لري.

د میرعلي یوه اوسیدونکي حاجي عثمان له افغانستان انټرنشنل پښتو سره د خبرو پر مهال وويل، چې دوی نور په خپله سیمه کې هیڅ ډول جګړه او پوځي عملیات نه مني او دوی دې ژوند ته پرېښودل شي: «۱۵ کاله وشول چې زموږ په سیمو کې پردۍ جګړې روانې دي، امنیتي کسان او وسله وال دواړه لوري مو وژني او کلي مو را ړنګوي، موږ نور په خپلو سیمو کې هیڅ ډول جګړې او اپریشن نه منو او په وړاندې یې کلک دریږو.»

حاجي عثمان وړاندې وايي، د جګړو له امله د ژوند لومړنیو اړتیاوو لکه، برېښنا، زده‌کړو، ګاز، سړکونو، روغتیايي مرکزونو او انټرنیټ ته لاسرسی نه لري.

بل پلو په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي، چې د شمالي وزیرستان په مرکز ميران شاه کې له کلونو راهيسې هدفې بريدونه او سړک غاړې ماین چاودنې کيږي چې په هغه کې د سیمې په سلګونو خبريالان، ديني عالمان، قومي مشران، زده‌کړیالان او د بشر حقونو فعالان وژل شوي او دا لړۍ لا روانه ده.

هغه وړاندې وايي، «زموږ په سېمو کې هره ورځ اپريشن کيږي چې په هغه کې په لسګونه کسان وژل کيږي چې د هغوی ډیری قربانيان ملکي وګړي دي.»

تر دې وړاندې هم د خیبرپښتونخوا په ډیریو سیمو کې د کلیو او بانډو خلکو په خپله سیمه کې د امن راوستو په موخه لاریونونه او پرلتونه وهلي، له حکومت او پاکستاني پوځ یې غوښتي چې د دوی په چم ګاونډ کې دې نورې پردئ جګړې ودروي او خلک دې خپل عادي ژوند ته پریږدي.

نور خبرونه

رادیو