سرچینې: طالبانو د بګرام بندخونه یو ځل بیا فعاله کړې ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۴

یوې سرچیني افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د بګرام بندخونه بیا فعاله کړې ده او ځیني بندیان یې دې بندخونې ته لېږدولي دي.
سرچینې زیاته کړه، چې طالبانو د تېر حکومت یو شمېر پوځي بندیان هم دې بندخونې ته لېږدولي دي.

طالب چارواکو بیا د دې بندخونې د بیا فعالېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د بګرام بندخونه د بګرام د هوایي اډې یوه برخه ده، چې په تېرو شلو کلونو کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د نړۍوال اېتلاف په اختیار کې وه او د طالبانو او داعش ډلو پر وړاندې د جګړو د اصلي مرکز په توګه ترې کار اخیستل کېده.
دا بندخونه د افغانستان د جګړو پر مهال د افغانستان د ګوانتنامو په نوم مشهوره وه او د طالبانو هغه خطرناک کسان چې د نړۍوالو او افغان ځواکونو له خوا نیول کېدل په دې بندخونه کې ساتل کېدل.
طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د خپلې واکمنۍ پر مهال د دې ډلې ضد جبهې سره د همکارۍ، له داعش ډلې سره د غړیتوب او د خبریالانو، ښځینه فعالانو او استادانو په ګډون سلګونه کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.
د بشري حقونو د راپورونو له مخې؛ د طالبانو په بندخونو کې دغه ډله بندیان سخت شکنجه کوي او د دوی له ناوړه چلند سره مخ دي.
د بګرام هوایي ډګر په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې د امریکا تر ټولو لویه پوځي هوایي اډه وه.
د امریکا پخواني ولسمشر په ځلونو نیوکه کړې، چې د بګرام هوایي اډه د چین له خوا اشغال شوې ده.

نور خبرونه

رادیو