د بلجیم بهرنیو چارو وزیره: د امربالمعروف له قانونه د طالبانو هدف له ټولنې د ښځو اېستل دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۴

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیره حاجا لحبیب وايي، د امربالمعروف له قانون څخه د طالبانو هدف له ټولنې څخه د افغانستان د نیم نفوس اېستل دي.

حاجا لحبیب د وږې میاشتې په درېیمه نېټه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «په افغانستان کې د ښځو دریځ باید پیاوړی شي.»

هغې همداراز ټینګار وکړ چې بلجیم به د مدني ټولنې او هغو کسانو ملاتړ ته دوام ورکړي چې له خپلو حقونو دفاع کوي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیرې تېره میاشت همپه خپله اېکس پاڼه لیکلي وو، چې د طالبانو واک ته رسېدل د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې د سترې ماتې لامل شوی.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۳۱مه وویل، چې د دغې ډلې مشر «د امربالمعروف او نهې منکر» قانون توشیح کړی دی.

طالبانو په دغه قانون کې د ښځو په وړاندې ډیر سخت بندیزونه لګولي دي.

طالبانو د ښځو بشپړ بدن پټول جبري کړی او ویلي دي، چې «د ښځې غږ عورت دی»

دغه قانون د بشري حقونو فعالانو او یو شمېر هېوادونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

نور خبرونه

رادیو