د امربالمعروف قانون؛ انجلینا جولي د طالبانو د حکومت «ډارن او ځپونکی» وباله

AP ۱۴۰۳ وږی ۴

مشهورې فلمي ستورې انجلینا جولي، د طالبانو د امربالمعروف وزارت د نوي قانون د توشیح په غبرګون کې دغه ډله « ډارنه او ځپلونکي» وبلله.

انجلینا جولي پر خپل انسټاګرم لیکلې: «هغه سیسټم چې ښځو ته کتل، د ښځو غږ او د ښځو ځواک په کې جرم ګڼل کیږي، ډارن او ځپونکی دی.»

اغلې جولي له دې مخکې هم د طالبانو له‌خوا د ښځینه مدني فعالانو نیول او له پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو اېستلو ته غبرګون ښودلی و.

طالبانو په دغه قانون کې د ښځو په وړاندې ډیر سخت بندیزونه لګولي دي.

طالبانو د ښځو بشپړ بدن پټول جبري کړی او ویلي دي، چې «د ښځې غږ عورت دی»

د دغه قانون له مخې ښځې اجازه نه لري، چې سندرې ووايي.

طالبانو ښځې ان د «قرائت» کولو څخه هم منع کړې دي.

د طالبانو د قانون له مخې، میرمنې اجازه نه لري چې « تنګې، نازکې او لنډې» جامې واغوندي او له «کافرو میرمنو » څخه باید مخ پټ کړي.

دغه قانون د بشري حقونو فعالانو او یو شمیر هېوادونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

نور خبرونه

رادیو