اروپايي ټولنه له افغانستان سره ۱۳ میلیونه یورو مرسته کوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۴

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د یکشنبې په ورځ وويل، چې اروپايي ټولنه به افغانستان ته د خوارځواکۍ د درملنې او په بېړنیو حالاتو کې د زده کړو د برابرولو لپاره ۱۳ میلیونه یورو اضافي مرسته وکړي.

یونیسف ویلي، چې له دغو مرستو به څه باندې ۷۸ زره ماشومان ګټه پورته کړي.

یونیسف د یکشنبې په ورځ (د وږي ۴ مه) وویل، چې د اروپايي ټولنې په مرسته به ۶۲ زره طبي خوراکي صندوقونه چمتو کړي او تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې د شدیدې خوارځواکۍ د درملنې لپاره به ۱۶۰۰ روغتیايي کارکوونکي وروزي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق وايي، چې په دې مرستو سره به په ۲۷۵ درسي ټولګيو کې د زده کړو کیفیت ښه او له مخې به یې ۹۵۰۰ ماشومان، چې ۶۱ سلنه یې نجونې دي لومړنیو زده کړو ته لاسرسی پېدا کړي.

ملګري ملتونه وايي؛ سږ کال په افغانستان کې ۲۳،۷ میلیونه وګړي، چې تر نیمايي زیات یې ماشومان دي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د یونیسف ادارې په اعلاميه کې ويلي؛ سږ کال به شاوخوا درې میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د بشردوستانه مرستو مشر فرانسوا ګومانز وویل: «حتا د نړۍ د یو تر ټولو بد بشري بحران په ترڅ کې، ماشومان د باکیفیته زده کړو حق لري، چې د دوی د ښې راتلونکې په جوړولو کې مرسته وکړي.»

نور خبرونه

رادیو