یوناما: د امربالمعروف نوی قانون به د نړۍ او طالبانو تر منځ جوړجاړی نور هم ستونزمن کړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۴

یوناما د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د طالبانو د نوي قانون له مخې د خلکو د حقونو تروړل او په دوامداره ویره کې ساتل به د طالبانو او نړۍوالې ټولنې تر منځ جوړجاړی نور هم ستونزمن کړي.

یوناما له طالبانو د ځینو مادو په اړه وضاحت غوښتی دی.

یوناما د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: «نړۍواله ټولنه په ښه نیت سره د واکمنو چاوراکو سره د “رغنده ښکېلتیا ” په لټه کې ده. نړۍ غواړي افغانستان د سولې او سوکالۍ لوري ته وویني، چې ټول افغانان په کې د خپل راتلونکي په ټاکلو کې برخه ولري، حقونه ولري او داسې نه وي چې یوازې د ډسپلین سپارښتنې ورته وشي. د افغانانو د حقونو زیات تروړل او په دوامداره ویره کې ساتل به هدف ته رسېدل نور هم ګران کړي.»

یوناما د یکشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د «امربالمعروف او نهې عن المنکر» ۳۵ ماده ییز قانون چې د طالبانو د مشرتابه له خوا په دې وروستیو کې توشیح شوی او د پلي کولو له سختو میکانیزمونو سره د افغان وګړو لپاره د پام وړ بندیزونه توضیح کوي او محتسبانو ته په کې پراخ اجرایوي واک ورکړل شوی.

طالبانو لا د یوناما دغې خبرپاڼې ته غبرګون نه دی ښودلی.

په کابل کې د یوناما د دفتر مشره روزا اوتونبایوا وايي: «دا د افغانستان د راتلونکي لپاره یو زورونکی لیدلوری دی، چې محتسبان بشپړ واک لري چې د پراخو او کله ناکله د ناڅرګندو سرغړونو د لست پر بنسټ هر څوک وګواښي او بندي یې کړي.»

اغلې اوتونبایوا وویل چې د طالبانو دغه قانون پخواني بندیزونه سخت کړي او ان له کوره بهر د ښځو غږ یې اخلاقي سرغړونه ګڼلې ده.

یوناما په دغه خبرپاڼه کې ویلي، د نوي قانون متن د افغانستان مذهبي ټولنې ته په کتو سره، د مذهبې ازادۍ په اړه اندیښنې له ځانه سره لري. او نور بندیزونه په کې نغښتي دي چې د خبریالانو او رسنیو کار به اغېزمن کړي.

یوناما ویلي، چې افغانان باید د لمانځه لپاره ناوخته رارسېدلو یا د یوې داسې مېرمنې مخ ته په کتلو چې د کورنۍ غړي یې نه وي او یا د خپلو خپلوانو د انځورونو د ساتلو په پار سزا ونه ویني.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي، چې دغه سازمان د افغانستان پر خلکو او دغه هېواد ته د نړۍوالو بشري مرستو د اغېزو څېړنه کوي.

نور خبرونه

رادیو