طالبان: په تورخم ګمرک کې مو جعلي نکاح خطونه او لایسنسونه نیولي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۴

د طالبانو د مالیې وزارت د تورخم په ګمرک کې د لسګونو جعلي نکاح خطونو او لایسنسونو د نیولو خبر ورکړ.
دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تورخم ګمرک د تشرېح برخي کارکوونکو په یوه وارداتي سوداګریزه محموله کي یو شمېر جعلي نکاح خطونه او د موټر چلولو لایسنسونه نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په نیول شویو سندونو کې ۲۰۲جلده جعلي نکاح خطونه، ۸ جلده کورني او بهرني د موټر چلولو جعلي لایسنسونه او ۵۶ کورني بېلابېل نښانونه شامل دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغه جعلي سندونه له پاکستان څخه افغانستان ته لېږدول کېدل.
په افغانستان کې د جعلي نکاح خطونو د جوړولو او یا هم له نورو هېوادونو څخه یې د قاچاق بهیر تر هغه وروسته پیل شو، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دې بهیر شرایط سخت شول او د ګڼې او ګوڼې له امله هم خلک نه شي کولی په اسانۍ سره نکاح خطونه ترلاسه کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې له پاکستانه څخه جعلي اسناد افغانستان ته قاچاق کیږي. تر دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې جعلي افغان پاسپورټونه د پاکستان په پېښور ښار کې چاپېږي او په افغانستان کې وېشل کېږي.

د پاسپورټونو سربیره، د افغانستان نکاح خطونه هم د کمیشنکارانو له خوا او په افغانستان کې د طالبانو د محکمو د چارواکو په مرسته په جعلي توګه جوړیږي او په لوړه بیه پلورل کیږي.

نور خبرونه

رادیو