په پاکستان کې د یو قوم د اعتراض له امله د افغان سوداګرو لارۍ درول شوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۳

افغان سوداګر وایي، چې له څو ورځو راهیسې د دوی د تازه میوو او سبزیو لسګونه لارۍ د تورخم - پېښور پر لار درول شوي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه لاره د کوکي خېلو قوم د اعتراضونو له امله تړل شوې ده.

یوه افغان سوداګر د شنبې په ورځ (د وږي ۳مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له یوې اونۍ راهیسې یې لارۍ درول شوي او د پاکستان حکومت او طالبانو د لارې د خلاصېدو لپاره کوم اقدام نه دی کړی.
د نوموړي په وینا، د دوی تازه مېوې او سبزۍ خوسا شوي او سوداګر زیانمن شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د کوکي خېلو قوم بې ځایه شويو کسانو د توخم - پېښور لار کلابنده کړې او د پاکستان له دولت څخه د بیا مېشت کېدو غوښتونکي دي.
دغه معترضین ادعا کوي، چې کورونه یې په کنډوالو بدل شوي دي او دولت باید ورته د دوی د کورونو د بیا جوړېدو اجازه ورکړي.

د افغانستان د میوې او سبزۍ د حاصلاتو په وخت کې پاکستان په بیلابیلو پلمو دغه هیواد ته تللې لار بندوي او هر کال افغان سوداګر له دې امله زیانمن کیږي.

نور خبرونه

رادیو