نبیل: د تاریخ په ګورز دې هغه خولې او ورمیږونه مات شي د طالبان د بدلېدو چیغې یې وهلې
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون په غبرګون کې ویلي: «د تاریخ په ګورز دې هغه خولې او ورمیږونه مات شي چی شپه او ورځ به یې چیغې وهلې چې طالبان بدل شوي دي.»
نوموړی پرته له دې چې د چا نوم واخلي وایي؛ هغه خولې به په چټکۍ سره ماتې شي، چې «د دوی خامې او خیالي هیلې او تلوسې د طالب د تور حقیقت په را څرګندېدو سره ماتې شوې.»
ښاغلي نبیل هبت الله ته د تیارو د سرلښکر په خطاب کولو سره وايي، چې د طالبانو وروستي فرمان ته په کتو سره دغې ډلې د خلکو ښکلاوو او خوشحالیو ته ځولنې اچولي دي.
رحمت الله نبیل وایي، چې ځیني کسان اوس هم د طالبانو د کړنو د سپینولو هڅې کوي.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر د طالبانو ملاتړو ته په اشارې سره ویلي، چې د طالبانو بدلون د زاغ کڼړاخ د سپینولو په څېر یوې افسانې ته ورته دی.
د نبیل په خبره: «په هغو کسانو دې د تاریخ غرونه غرونه نفرینونه وي چې په غربي ادا او جامه کې د غولونکو نقابونو تر شا اوس هم له دې ځایه او هغې ځایه پیسې اخلي او د خفاشانو اسمان څکلکیو په څېر په تیاره دهلیزونو کې غور او فش کوي او اوس هم د طالبانو د کړنو د سپینولو هڅه کوي.»
رحمت الله نبیل د طالبانو د امربالمعروف د هغه نوي قانون پروړاندې غبرګون ښودلی، چې د یادې ډلې مشر درې ورځې وړاندې توشېح کړ.
په دې قانون کې د فتنې له وېرې د ښځې د ټول بدن او مخ پر پټولو، د موسیقۍ د خپرولو په مخنیوي، له محرم پرته د ښځو پر تګ بندیز او په موټرو کې د نارینه او د ښځو د یو ځای کولو پر مخنیوي ټینګار شوی دی.
د دې قانون په بله برخه کې د امربالمعروف وزارت چارواکي هم مکلف شوي، چې د ږیرې خريلو او کمولو مخه ونیسي.
د دغه قانون له مخې؛ هر هغه کس چې د محتسبانو امر نه مني «له یو ساعته تر درېیو ورځو پورې زنداني او د محتسبانو له لوري به ټاکل شوې سزا» ورکړل شي.