خیبر پښتونخوا کې روغتیايي چارواکي: په پېښور کې د بیزو د تڼاکو یوه بله پېښه هم ثبت شوه

په خیبر پښتونخوا کې د روغتیا برخې کارکوونکي وایي، د بیزو د چیچک (اېم پاکس) ناروغۍ دغه نوې پېښه یې د پېښور په هوايي ډګر کې پېژندلې ده. دغې سرچېنې ویلي، چې د بیزو د تڼاکې دغه پېښه په هغه مساپر کې لیدل شوې چې د خلیج له یوه هېواده پېښور ته راستون شوی و.

د پاکستان روغتیا وزارت وايي، دوی د پاکستان په ټولو هوايي ډګرونو کې نوي راغلي مساپر په منظمه توګه ګوري او په ټولو هوايي ډګرونو کې څارنه کوي.
تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا د روغتیا برخې چارواکو د اېم پاکس په ناروغۍ د درېیو تنو د اخته کېدو پخلی کړی و.
هماغه مهال هم دغو چارواکو ویلي و، چې درې واړه پېښې په هغو کسانو کې لیدل شوي چې د متحده عربي اماراتو څخه پېښور ته راستانه شوي وو.
اېم‌ پاکس چې «د بېزو چیچک یا تڼاکې» په نوم هم یادېږي یوه وژونکې ناروغي ده، چې تېر کال په کانګو هېواد کې پېژندل شوې او تر اوسه ۲۷ زره کسان پرې اخته شوي او له ډلې یې د ۱۱۰۰ کسانو د مړینې راپورونه هم خپاره شوي دي.
په دې وروستیو کې د افریقا په مرکز او ختیځو برخو کې د دغې ناروغۍ له خپرېدا وروسته، د روغتیا نړۍوال سازمان مشر بېړنی روعتیایي حالت هم اعلان کړی دی.