سي‌بي‌سي: اوټاوا د هغو افغانانو سره مرستې ودرولې، چې پاکستان کې د کاناډا ویزو ته په تمه دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۳

د کاناډا سي‌بي‌سي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د کډوالۍ ادارې په پاکستان کې د هغو افغانانو لپاره مرستې ودرولې چې د کاناډا د ویزو په تمه دي.

کاناډا د دغه پروګرام له لارې خپلو افغان همکارانو، د بشري حقونو فعالانو، خبریالانو او ښځینه فعالانو سره مرسته کړې وه.
دغه پروګرام د کاناډا له‌خوا په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پیل شوی و.
کاناډا د دغه پروګرام له لارې هغو افغانانو لپاره د استوګنې لګښتونه ورکول، چې په پاکستان کې د کاناډا ویزو او غوښتنلیکونو ته په تمه وو.
د سي‌بي‌سي په راپور کې راغلي دي، چې په پاکستان کې د امنیتي ننګونو او بې‌وسه افغانانو د لاسنیوي په موخه یې د کاناډا د کډوالو ادارې د لنډمهاله استوګنځایونو پروګرام پیل کړی و.
د کاناډا د کډوالو ادارې همدارنکه ویلي، چې په پاکستان کې د ویزو په تمه ډېری افغانان د دغه بهیر په د وروستي پړاو کې دي.
خو دغې ادارې په پاکستان کې د دغو افغانانو د شمېرې په اړه څه نه دي ویلي.
په پاکستان کې ځیني افغان پناه غوښتونکي بیا وایي، چې د کاناډا حکومت یې غوښتنلیکونه له دې امله رد کړې دي چې دوی د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ کارټونه نه لري.
دغه افغانان وایي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په پاکستان کې کاناډا ته د تګ لپاره په تمه وو؛ خو له دوو کالو وروسته یې د رد ځواب ترلاسه کړی دی.
د سي‌بي‌سي په راپور کې بیا راغلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې شاوخوا ۵۳۶۰۰ افغانان کاناډا ته تللي دي.

نور خبرونه

رادیو