ګڼ افغانان وایي، په افغانستان کې د انټرنېټ بیه لوړه، خو څرنګوالی یې ډېر ټیټ دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۳

په افغانستان کې ګڼ خلک د انټرنېټ له ټیټ کیفیته شکایت کوي او وايي، چې دلته د شته انټرنېټ څرنګوالی د ګاونډیو هېوادونو سره د پرتلې وړ نه دی.

د کابل ښار اوسېدونکی عتیق الله وايي، په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو له امله یې د کورنۍ ګڼ غړي نورو هېوادونو ته کډوال شوي، هغه چې هر کله وغواړي له هغوی سره ټیلیفوني خبرې وکړي، د انټرنېټ د ټیټ کیفیت له امله نه بریالی کېږي.
رومل هغه بل افغان دی چې وایي:« هره میاشت د زرو افغانیو انټرنېټ فعالوم؛ خو هیڅ ګټه ترېنه نه شم اخیستی.»

نوموړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې څه موده وړاندې پاکستان ته تللی و هلته د انټرنېټ بیې ډېرې ارزانه او کیفیت یې هم لوړ و؛ خو دلته مخابراتي شرکتونه یوازې له خلکو پیسې شکوي او خدمتونه سم نه شي وړاندې کولای.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی عابد الله عاجز وایي: «زه هره میاشت ۱۰ جي بي انټرنېټ فعاله کوم؛ خو د ټیټ کیفیت له امله یې ترینه ګټه نه شم اخیستلای. موږ په دې اړه زیات شکایتونه هم کړي؛ خو ځای یې نه دی نیولی.»
که څه هم چې د طالبانو تر واک لاندې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د خلکو د دغې ستونزې د هواري په اړه له افغانستان انټرنشنل سره له خبرو کولو ډډه وکړه؛ خو د یادې ادارې ویاند جلال الدین شمس تر دې وړاندې نورو سیمه‌ییزو رسنیو ته منلې وه، چې په افغانستان کې د انټرنېټي خدمتونو کیفیت ډېر ټیټ دی؛ خو ژمنه یې کړې وه، چې په دې برخه کې به خپلې هلې ځلې جاري وساتي او د انټرنېټ بیې به راټیټې کړي.

د اترا ادارې ویلي، چې پخوا د یو جي بي انټرنېټ بیه له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ افغانیو وه؛ خو اوس دوی د یو جي بي انټرنېټ بیه ۱۱۰ افغانیو ته راښکته کړې ده.
دغه ستونزه د پلازمېنې کابل تر څنګ په نورو ولایتونو کې هم خورا ډېره ده او په لرو پرتو ولسوالیو، کلیو او بانډو کې خو خلک له سره انټرنېټ نه لري او له دې امله له ستونزو سره مخامخ دي.

نور خبرونه

رادیو