امریکا له طالبانو غوښتي، چې افغانستان ته د ریچارډ بېنېټ پر سفر لګېدلی بندیز لرې کړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۳

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي پر سفر د لګول شوي بندېز په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د افغانستان انټرنشنل خبریال ته ویلي، له طالبانو غوښتنه کوو چې خپلې دغې پرېکړې ته دې بیا له سره کتنه وکړي.

هغه وايي، افغانستان ته د ښاغلي بېنېټ پر سفر لګېدلی بندیز د دې ښکارندويي کوي چې طالبان نه غواړي د افغانستان له خلکو او نړۍوالې ټولنې څخه د مشروعیت تر لاسه کولو لپاره اړین ګامونه واخلي.
هغه وايي، د طالبانو دغه ګام پر خبریالانو او مېرمنو د لا زیاتو بندیزونو لپاره اخیستل شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکی ټینګار کوي:« موږ له طالبانو غواړو، چې د خبریالانو د چوپ کولو پر ځای دې هغو اندېښنو ته ځواب ووايي چې د ملګروملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي له‌خوا پرې راپور جوړېږي.‎‌»
هغه وویل: موږ د نړۍوالې ټولنې سره همکارۍ ته ژمن یو او پر طالبانو به فشار راوړو، چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او خپل له ستمه ډک کړه وړه نور بس کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند زیاته کړه:« موږ به له ټولو هغو امکاناتو څخه کار واخلو، چې زموږ په لاس کې دي. موږ هڅه کوو، د افغانستان خلک د خپلو ټولو حقه حقونو څخه برخمن شي.»
نوموړي ټینګار وکړ: زموږ دریځ روښانه دی؛ موږ به د طالبانو سره تر هغې خپل روابط نه عادي کوو چې بشري حقونو ته یې درناوی نه وي کړی.
طالبانو په دې وروستیو کې د ریچارډ بېنېټ پر هغو راپورونو نیوکه وکړه او افغانستان ته یې د هغه پر سفرونو بندیز ولګاوه، چې هغه په دغه هېواد کې د بشري حقونو پر وضعیت وړاندې کړي و.
ریچارډ بېنېټ د طالبانو د دغې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې به «له بشري حقونو او د خلکو ځورونې په مستند» کولو خپلو چارو ته دوام ورکوي او د طالبانو له‌خوا یې پورته شوی ګام «شا ته تګ» او اندېښمنوونکی بللی دی.

نور خبرونه

رادیو