رینا امیري: طالبان د ۹۰ مې لسیزې بنسټ پاله سیاستونه بیا پلې کوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۳

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري افغانستان ته د ریجارډ بېنېټ په سفر بندیز او د امر بالمعروف د نوي قانون توشیح ته غبرګون ښودلی.

هغې په اېکس پاڼه کاږلي:« د طالبانو له‌خوا افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په سفر بندیز او د امر بالمعروف د نوي قانون توشیح په حقیقت کې د ۹۰مې لسیزې د بنسټ پاله سیاستونو پلې کول دي.»
هغې لیکلي، چې دا د نړۍوالې ټولنې یو معیاري، اقتصادي او امنیتي اړتیا ده.
نوموړې د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې له طالبانو سره دې اړیکې تر هغې نه عادي کوي؛ چې د بشري حقونو په برخه کې د دوی په چلند کې بدلون نه وي راغلی.
له بل پلوه د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وایي، چې د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون «د ښځو څخه سل پاڼې کرکې» ته ورته قانون دی.
د افغانستان د بشري حقونو څارونکی سازمان بیا وايي، طالبان مخکې له دې چې افغانستان ته د ریچارډ بېنېټ په سفر بندیز ولګوي د ملګرو ملتونو او د نادولتي موسسو پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز له امله یې پر نړۍوالې ټولنې خپل شرایط منلي وو.

نور خبرونه

رادیو