حنفي:د اسلامي شریعت پلي کول مو سره کرښه ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۲

د طالبانو د امرباالمعروف وزیر وایي، چې افغانانو په ایماني قوت، افغاني غیرت او د سرونو په بیه هېواد له «شرارتونو او فتنه ګرو» خلاص کړی دی.
محمد خالد حنفي دا خبرې بلخ کې یوې ولسي غونډې ته د خبرو پرمهال وکړې او زیاته یې کړه، چې افغانانو د هر ډول «استعمار» پر وړاندې ملا تړلې ده.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې نوموړي د یاد ولایت له ولسونو او دیني عالمانو سره په ناسته کې همداراز ویلي، چې د اسلامي شریعت پلي کول دغې ډلې ته سره کرښه ده.
د ښاغلي حنفي په خبره، د شریعت په پلي کولو کې د نړۍوالو له بندیزونو وېره نه لري او د خپل اسلامي مسووليت له مخې به پر خلکو شرعي احکام تطبيقوي.
نوموړی په داسې حال کې یو ځل بیا د اسلامي شریعیت پر پلي کولو ټينګار کوي، چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو د عدلیې وزارت خبر ورکړی و، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده د « امربالمعروف او نهې عن المنکر قانون» توشېح کړ.
په دې ۳۵ ماده ییز قانون کې چې پنځه فصلونه لري ویل شوي، چې «د فتنې له وېرې د ښځې ټول بدن او مخ پټول» اړین دي.
د دې قانون له مخې؛ که څوک د محتسبانو امر ونه مني هغه به «له یو ساعت څخه تر درېیو ورځو پورې زنداني شي او د محتسبانو له لوري به ټاکل شوې سزا» ورکړل شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته یادې ډلې تر ټولو ډېر فشارونه پر افغان ښځو راوستی او د اسلام په نوم یې حدود ورته ټاکلي دي.
سره له دې چې د افغانستان ټولنه اسلامي ده او هېڅوک د دین او اسلام خلاف نه دي، خو په ډېریو مواردو کې بیا افغانان د طالبانو د محدودیتونو پر زیاتیدو نیوکه کوي او وایي، چې دغه ډله د اسلام له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

نور خبرونه

رادیو