یو ایرانی چارواکی وايي، چې د سویلي خراسان په لسو ولسوالیو کې د افغانانو اوسېدل منعه شوي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۲

د ایران یو جګپوړي چارواکي ویلي، چې د سویلي خراسان له ۱۲ ښارونو څخه افغانان یوازې په دوو هغو خوسف او بېرجند کې کولای شي واوسېږي.

د سویلي خراسان د کډوالو او بهرنیو وګړو چارو مشر محسن صفایي وایي، چې په پاتې ۱۰ ولسوالیو کې افغانان نه شي کولای ژوند وکړي.
نوموړي د مهر خبري اژانس سره په مرکه کې چې د وږي په لومړۍ نېټه خپره شوه ویلي: په سویلي خراسان کې له ۱۰ زرو څخه زیات بهرنیان اوسېږي.
د هغه په خبره، په سویلي خراسان کې د بهرنیانو غوښنه برخه افغانان جوړوي.
محسن صفایي دا رنګه وویل، چې په سویلي خراسان کې ۷۰۰ زده‌کوونکي او ۶۰۰ بهرني زده‌کړیالان په زده‌کړو بوخت دي.
د سویلي خراسان د کډوالو او بهرنیو وګړو د چارو مشر وايي، چې «بې اسناده افغانان‌» د کورونو او جایدادونو د اخیستلو او پلورلو حق نه لري.
دغه ایراني چارواکي خبرداری ورکړ، چې له «بې اسناده افغانانو‌» سره هیڅ ډول مرستې نه کېږي او کله چې وپېژندل شي؛ نو هغوی به له ایرانه واېستل شي.
ایراني چارواکو په دې وروستیو کې ویلي، چې د خپل هېواد پولې د ناقانونه کډوالو، ترهګرو ډلو او نشه‌يي توکو د قاچاق کوونکو لپاره په چورلټ ډول تړي.
د ایران د ځمکني پوځ یو قوماندان سیروس امان ‌الهي یوه اونۍ وړاندې ویلي و، چې په خراسان رضوي، سویلي خراسان، سیستان او بلوچستان کې به د ټولو پولو د تړلو چارې تر راتلونکو درېیو کالو بشپړې شي.

نور خبرونه

رادیو