بریتانیا کې د افغانستان د هیروینو بیه تر دوو برابرو لوړېدو سره ۳۰ زرو ډالرو ته رسېدلې

AP ۱۴۰۳ وږی ۲

د امریکا د پرینسټن پوهنتون اړوند «ورلډ پالیټیکس» مجلې راپور ورکړی، چې په بریتانیا کې د افغانستان یو کیلو هیروینو بیه له ۱۵ زره ډالرو ۳۰ زره ډالرو ته لوړه شوې ده.

دا مجله زیاتوي، چې اوس مهال په افغانستان کې په زیاته اندازه اپین زیرمه شوي دي.

د طالبانو له خوا د کوکنارو د کښت له منع کولو سره، په افغانستان کې یې سوداګري او قاچاق دوام لري او مخدره مواد د اروپا بازارونو ته لېږدول کېږي.

د نشه یي توکو په برخه کې دوه لوړپوړي څیړونکي فیلیپ بري او ډیویډ مانسفیلد په (World Politics Review) ویب پاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو سترې زیرمې او د هغوی د سوداګرۍ او قاچاق دوام د اروپا بازارونه ګرم ساتلي دي. اوس هم د هیروینو کمښت سره نه دي مخ شوي.

په لندن کې د کینګ کالج استاد بیري او د مخدره موادو د چارو لوړپوړي څیړونکي ډیویډ مانسفیلد په یوه مقاله کې چې د دوشنبې په ورځ په ورلډ پولیټیکس ریویو ویب پاڼه کې خپره شوه ټینګار وکړ، چې کافي شواهد نشته چې طالبانو د مخدره موادو د سوداګرۍ او قاچاق مخه نیولې وي.

دغو څېړونکو ویلي، چې په افغانستان کې دننه د مخدره موادو پېر او پلور روان دی.

د دې څېړنې له مخې، د طالبانو له خوا د نشه يي توکو د کښت او تولید له منع کېدو سره، د نشه يي توکو بیه نږدې ۵۰ سلنه راټیټه شوې، چې دا یې په افغانستان کې د لویو زېرمو شتون په ګوته کوي.

د مخدره توکو لوړ پوړو څیړونکو لیکلي: "اصلي دلیل دا دی چې تر اوسه اروپا د هیروینو د کمښت سره نه ده مخ شوې، لاهم په افغانستان کې د تریاکو لویه برخه ذخېره شوې ده."

دوی زیاته کړه: "د سپوږمکۍ د عکسونو په کارولو سره څېړنو په څرګنده ښودلې، چې د افغانستان د جنوب لوېدیځ په سیمو کې کروندګرو ښايي تر ۲۰۲۲ کال مخکې شاوخوا ۱۶ زره ۵۰۰ مټریک ټنه تریاک ذخیره کړي وي."

دمقالې پر اساس چې دوه کاله وړاندې د طالبانو له خوا د نشه يي توکو له کښت، تولید او قاچاق د اوږدمهاله عوایدو د ترلاسه کولو له امله ډېری کتونکي د دغه بندیز پر صداقت او عملي کېدو شک لري.

په مقاله کې راغلي چې دوه کاله وروسته نوي شواهد ښيي، چې د پرله پسې دوهم کال لپاره د طالبانو له خوا پر نشه يي توکو بندیز د کوکنارو په کښت کې د بې ساري کمښت لامل شوی دی.

د مقالې پر اساس، له همدې امله ډیری کارپوهانو په دې اندېښنه ښودلې چې په اروپا کې د هيرويينو کمښت ښايي د دې تشې د ډکولو لپاره د ډېر قوي مصنوعي نشه يي توکو د راتګ لامل شي.

په متحده ایالاتو او کاناډا کې، مصنوعي مخدره توکي وژونکي دي او پر یو لوی بحران بدل شوی دی.

دغو دوو لوړ پوړو څیړونکو وویل: "تر اوسه پورې د اروپا په بازارونو کې د افغانستان هیروینو پام وړ کموالی نه دی راغلی او ښايي دا کار یو څه وخت ونیسي." په همدې حال کې، د افغانستان د هیروینو اکمالاتو د نږدې څارنې سربیره، اروپایي حکومتونه هڅه کوي، چې د مصنوعي مخدره توکو پر وړاندې هم مقابله وکړي.

د لسیزو راهیسې افغانستان د نړۍ په کچه د تریاکو ستر تولیدوونکی هېواد و او تقریباً د ټولو هیروینو مصرف بازار اروپا و.

په دې مقاله کې ويل شوي، چې د طالبانو له خوا د نشه يي توکو له منع کېدو وروسته په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو کښت له ۲۱۹ زره ۷۴۴ هکتارو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۳۱ زره ۸۸ هکتارو ته راټيټ شوی دی.

په مقاله کې راغلي، د ۲۰۲۴ کال تر جولای پورې د افغانستان د ۱۴ ولایتونو نقشه چې په ۲۰۲۲ کال کې په کې ۹۲ سلنه کوکنار کرل کېدل، ښيي چې سږ کال د دغه کښت کچه ​​تر ۴ زره هکتاره ته رسېدلې ده.

د مقالې لیکوال ویلي، چې په بدخشان کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي لپاره د طالبانو هڅې ناکامې شوې دي.

لیکوالانو اروپا ته د افغانستان د مخدره موادو د قاچاق په اړه دوه سناریوګانې وړاندې کړې دي: «لومړۍ سناریو دا ده چې طالبان د کوکنارو پر کښت بندیز وساتي او په تدریجي ډول د مخدره موادو پر سوداګرۍ ډیر کنټرول راولي چې په نتیجه کې په زېرمو کې کمښت راځي. دا کولی شي اروپا ته د هیروینو لېږد خورا کم کړي."

فیلیپ بیري او ډیویډ منسفیلډ لیکلي: "دوهمه او ډیر احتمالي سناریو دا ده، چې طالبان به په راتلونکو کلونو کې د کوکنارو د کښت مخنیوی کې له سختو ستونزو سره مخ شي."

په مقاله کې راغلي، د کوکنارو د کښت له مخنيوي څخه د ډېرو ځمکو خاوندانو ګټه پورته کړې او له ځمکې پرته کروندګرو سخت اقتصادي زيانونه ولیدل.

لیکوال وړاندوینه کړې چې که دا بندیز دوام وکړي او د بزګرانو غوښتنو ته پام ونه شي، د طالبانو د مشر لارښوونې به عملي نه شي او سیاسي بې ثباتي به زیاته شي او د طالبانو پلان به ناکام شي.

د طالبانو مشر د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د ټولو نشه یي توکو کښت، تولید، قاچاق، تجارت او مصرف منع دی. د دوحې په دریمه ناسته کې طالبانو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د نشه یي توکو د بدیل کښت په برخه کې له دې ډلې سره همکاري وکړي.

نور خبرونه

رادیو