د ٤٠ کتابونو افغان لیکوال او د هېواد نامتو خبریال غوث خیبري مړ شو

AP ۱۴۰۳ وږی ۲

د هېواد نامتو لیکوال، خبریال او د راډیو ټلویزیون پیاوړی ویاند غوث خیبري مړ شو.
ښاغلی خیبري چې د ۴۰ کتابونو لیکوال و، په جرمني کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

غوث خیبري په ۱۳۱۲ کال د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې زېږېدلی و او خپل مطبوعاتي کارونه یې له راډیو افغانستان څخه پیل کړي و.
د راپورونو له مخې، ښاغلي خیبري شاوخوا اوه کاله د هند په (آل انډيا راډيو) کې د پښتو خپرونو وياند او د تاريخي ادبي مقالو ليکوال تېر شوی دی.
نوموړي د کتابونو د لیکلو ترڅنګ لسګونه مقالې، فیچرونه او یو شمېر مهم تخلیقي، تحقیقي او څېړنیز اثار هم لیکلي او چاپ کړي.
د غوث خیبري نږدې ملګرو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي، چې نوموړی لا تنکی ځوان و، چې د ادبیاتو او ژورنالیزم خوا ته یې مخه کړه او د ځوانۍ وروستي وختونه یې ټول د فرهنګ او اطلاعاتو په ډګر کې تېر کړل.

نور خبرونه

رادیو