د م.م ویاند: ځانګړي راپور ورکوونکي یو هېواد ته له ورتګ پرته هم خپلې چارې پر مخ بېولای شي

د ملګرو ملتونو ویاند افغانستان ته د ریچارډ بېنېټ په ورتګ د بندیز لګولو په غبرګون کې وايي، چې د دغه سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي په خپلواکه توګه خپلې چارې پر مخ بیايي.

دوجاریک وايي، په ځینو حالاتو کې داسې هم پېښ شوي چې ځانګړي راپور ورکوونکي تر پوښښ لاندې هېوادونو ته لاسرسی نه لري؛ خو دا دلیل نه شي کېدای، چې هغوی به خپل راپور نه خپروي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وايي، چې د دغه سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي د بشري حقونو په جوړښت او مراعتولو کې رغنده ونډه لري.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکی وایي، چې ریچارډ بېنېټ واک ته د طالبانو له رسېدو یو کال وروسته افغانستان ته د راپور چمتو کولو لپاره ورغلی و.
د طالبانو ویاند په دې وروستیو کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی نور حق نه لري چې افغانستان ته ورشي.
ښاغلي بېنېټ افغانستان ته په ۱۴۰۱ کال سفر وکړ، چې بیا هلته د یوشمېر طالب چارواکو او مدني فعالانو سره یې هم کتلي و.

نوموړي هغه مهال کابل ته د خپل سفر موخه «د رښتینو حقایقو موندنه او په اړه یې د راپور جوړونه» یاده کړې وه.
په افغانستان کې د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي دنده له بشري حقونو پر سرغړونو څار او د هغو مستند کول دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په خپلې ۴۹مې ناسته کې د افغانستان لپاره ریچارډ بېنېټ د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وګوماره.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي تر دې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا له بشري حقونو څخه پراخې سرغړونې راپور کړې وې.
هغه په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د رسمیت پېژندنې او له بشري حقونو څخه په سرغړونو کې د طالب چارواکو د محاکمه کولو غوښتونکی شو.
ریچارډ بېنېټ ویلي، په افغانستان کې به «د بشري حقونو ټولې سرغړونې او ځورونې مستندې» کړي.