ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې کابل کې یې په دوو جلا بریدونو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

AP ۱۴۰۳ وږی ۲

ازادۍ جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی تېره شپه ناوخته د (وږي په لومړۍ نېټه) د کابل په یوولسمه ناحیه کې پر طالبانو بریدونه کړي چې په لیکنه یې په لومړي برید کې یې درې طالب وسله‌وال وژلي او دوه تنه نور یې ټپیان کړي دي.

دغې جبهې ویلي دویم برید یې هغه مهال کړی، چې د لومړي برید د ارزولو لپاره په سیمه کې ګڼ طالبان راټول شوي وو.

دغې جبهې ویلي، چې په دویم برید کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې؛ خو نور جزییات یې نه دي خپاره کړي.
د کابل په دغې سیمه کې هم ګڼو اوسېدونکو د دوو درنو چاودنو غږونه اورېدلي او په خواله رسنیو کې یې د دغو بریدونو پخلی کړی.
خو تر دې مهاله کومې خپلواکې سرچېنې د ازادۍ جبهې د دغې ادعا پخلی نه دی کړی او نه هم سیمه‌ییزې رسنۍ کولای شي د طالبانو له وېرې د دغه شان پېښو راپورونه خپاره کړي.
افغانستان انټرنشنل هم د یوې خپلواکې رسنۍ په توګه د دغو پېښو کره‌والی نه شي تاییدولای؛ خو د ازادۍ جبهه وخت نا وخت په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د ورته بریدونو ویډیوګانې خپروي.

نور خبرونه

رادیو