داعش د طالبانو پر رینجر موټر د پرونۍ چاودنې پړه ومنله

AP ۱۴۰۳ وږی ۲

د داعش خراسان څانګې د پنجشنبې ورځې د بمي چاودنې پړه ومنله، چې د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د طالبانو په رینجر موټر شوې وه.

طالبانو ویلي و، په هغې پېښه کې د یوې دیني مدرسې شپږ تنه زده‌کوونکي وژل شوي، یو بل زده‌کوونکی او د دغې ډلې څلور تنه نور غړي ټپیان شوي دي.

خلاف نیوز د داعش ډلې پورې تړلی خبري اژانس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې برید دوی کړی او له امله یې څلور تنه وژل شوي او څلور نور یې ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د پولیسو ویاند عبدالبصیر زابلي د پنجشنبې په ورځ د وږي په لومړۍ نېټه ویلي و، چې په پېښه کې د مدرسې پنځه زده‌کوونکی او یو استاد وژل شوی او د یو بل زده‌کوونکي په ګډون څلور تنه طالبان ټپيان شوي دي.
د هغه په وینا، دغه زده‌کوونکي او استادان د دره نور ولسوالۍ ته روان وو.
داعش ډلې په تېره یوه اونۍ کې د دغه برید تر څنګ د دوو نورو بریدونو پړه هم منلې وه، چې په خیبر پښتونخوا کې پر پاکستاني پوځیانو شوې وې.
د ځینو کارپوهانو په باور، نن سبا د طالبانو د ټولو ادعاو خلاف د داعش ډلې ځواکمنتیا ډېره شوې او د افغانستان د ختیځو سیمو تر څنګ کولای شي په خیبر پښتونخوا کې هم ځیني سیمې په نښه کړي.

نور خبرونه

رادیو