قزاقستان د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د افغانستان نشه‌یي توکي ونیول

AP ۱۴۰۳ وږی ۲

د قزاقستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، چې د روسیې د استخباراتي ادارو په مرسته یې په افغانستان کې تولید شوي ۵۰ کیلو ګرامه نشه‌یي توکي نیولي دي.

دغې کمېټې ویلي چې نیول شوي نشه يي توکي چرس دي چې په «تور بازار» کې یې بیه شاوخوا ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو ته رسیږي.

د قزاقشتان د ملي امنیت کمېټې د جمعې په ورځ د (وږي دویمه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د روسیې او د دغه هېواد استخباراتي څانګې توانیدلي چې له افغانستانه د نشه يي توکو د قاچاقو مخه ونیسي.

د خبرپاڼې له مخې، د روان کال په اګست میاشت کې د روسیې او قزاقستان په ګډو عملیاتو کې د نشه‌يي توکو د قاچاقو د نړۍوالې ډلې دوه تنه غړي یې هغه مهال د روسیې سره په پوله ونیول چې نشه‌يي توکي یې لېږدول.

د قزاقستان د ملي امنیت کمېټه وايي، چې له نیول شویو کسانو څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

له هغه مهاله چې طالبان واک ته رسېدلي، له افغانستانه نورو هېوادونو ته د نشه‌يي توکو د قاچاقو بار موټرې نیول شوې دي.
د افغانستان ګاونډي هېوادونه په تېره بیا د منځنۍ اسیا هېوادونه له افغانستانه خپلو هېوادونو ته د نشه‌یي توکو د قاچاقو په اړه اندېښمن دي.

نور خبرونه

رادیو