د امریکا دفاع وزارت: د داعش سره په مبارزه کې طالبان زموږ همکاران نه دي

د پنټاګون یوې ویاندې د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د داعش د ماتولو لپاره امریکا په نړۍواله کچه خپل همکاران لري. سبرینا سېنګ په ټینګار سره وویل، چې امریکا د داعش ډلې په ماتولو کې طالبانو ته د همکارې ډلې په سترګه نه ګوري.

تر دې وړاندې د ائن بي سي شبکې د خپلو سرچېنو له قوله لیکلي و چې، په نړۍواله کچه د داعش ډلې د ګواښونو پراختیا ته په پام سره د بایډن حکومت د طالبانو سره د داعش خراسان څانګې د لټون په برخه کې د خپلې همکارۍ د پراخولو په ارزولو بوخت دی.
دغې شبکې د دوو باخبره سرچېنو د اطلاعاتو له مخې دغه خبره کړې وه، چې له هغې ډلې یو تن یې د امریکا یو پخوانی چارواکی دی.
امریکا او نور ډېر لویدیځ هېوادونه هڅه کوي، چې د داعش خراسان ډلې له‌خوا د پېښو ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړي.

له سږني کال څخه وړاندې ، امریکايي او نور لویدیځوال چارواکي په دې باوري وو، چې داعش خراسان څانګه غواړي له افغانستانه د باندې بریدونه وکړي؛ خو د دغه کار وس نه لري.
خو دغه باور او لیدلوری له هغه وروسته بدل شو، چې داعش ډلې (د مارچ په ۲۲مه) د مسکو په کروکوس ښار کې پر یو کنسرټ برید وکړ؛ هغه برید چې له امله یې ۱۳۰ تنه ووژل شول.
طالبانو په تېرو څو کالو کې ادعا کړې، چې له داعش ډلې سره یې ډېرې خونړۍ نښتې کړي او هغه ډله یې داسې ځپلې چې نوره د دې جوګه نه ده چې د افغانستان او یا هم د نورې نړۍ لپاره ګواښ پېښ کړي.