کندهاریان: د امربالمعروف ریاست محتسبینو راته ویلي، چې ځانونه پر «اسلامي شریعت» برابر کړئ
د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت د امربالمعروف ریاست کارکوونکي پر جوماتونو ګرځي او عامو خلکو ته ګواښ کوي چې که ځانونه یې پر اسلامي شریعت برابر نه کړل؛ نو سزا به وویني.
کندهاریان وايي، طالبانو ورته ویلي چې ځانونه دې د طالبانو په شان جوړ کړي او دا ګواښ یې هم کړی، چې که یې له ښځو سره کامره لرونکي مبایلونه ونیول؛ نو سخته سزا به ورکړي.
له کندهاره سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په روانه اونۍ کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست کارکوونکي د کندهار ښار پر بېلابېلو جوماتونو ګرځي او تر لمانځه وروسته خلکو ته د جدي خبرداري په توګه وايي، چې ځانونه دې پر «اسلامي شریعت برابر کړي»
د کندهار ښار د دویمې حوزې یو اوسېدونکی چې د طالبانو له ډاره په دغه راپور کې د خپل نوم له یادولو ډډه کوي وايي، څو ورځې وړاندې د کندهار ښار د مدد څلور لارې په جومات کې تر لمانځه وروسته طالبانو ورته د ږېرې د اوږدولو، په موټرو او بنډارونو کې د موسیقۍ پر نه اورېدلو او مبایلونو کې د میوزیک د نه ساتلو جدي ګواښونه کړي.
یاده سرچینه وایي، طالبانو لمونځ کوونکو ته وویل:« اې ږېره خریلو، دا ستاسې رنګونه اوس د مسلمانانو دي؟ د مسلمانانو رنګونه خو داسې وي لکه زموږ؛ که مو په موټر یا موبایلونو کې موسیقي اورېدلې وه، بیا د شکایت حق نه لرئ او نور به ږېره نه خروئ.»
همدارنګه سرچینې زیاتوي، چې طالبانو ورته ویلي:« خپلو ښځو ته وواياست، چې تر دې وروسته تورې چادرۍ بندې دي؛ که د هر چا د کور ښځه په توره چادرۍ کې ښار ته راوتلې وه، د کور مشر يې يوه شپه په اړوند حوزه کې بندي او سزا ورکول کېږي.»
همدارنګه طالبانو خبرداری ورکړی چې:« ټول ځوانان بايد پر اسلامي او شرعي اصولو ځانونه سمبال او د نبوي سنت به پر ځان عملي کوي؛ تر دې وروسته به د تالاشۍ پر پوستو راګرځول کېږي او شرعي مجازات به ورکول کېږي او بيا به د شکايت حق نه لري.»
سرچینې زیاتوي، چې طالبانو د کندهار ښار اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې په کورونو کې د ټلویزیون له کتلو ډډه وکړي او ښځو ته دې د کامره لرونکو مبایلونو اجازه نه ورکوي.
سرچینه زیاتوي:« په خپلو کورونو کى تلويزونونه او د ښځو څخه کامره لرونکي موبايلونه ټول کړي؛ که چېرې په بازارونو کى د ښځو سره داسې ټیليفونونه وليدل شول د کور نارينه يې مجازات کېږي او بيا به د شکايت حق نه لري.»
همدارنګه طالبانو هټۍوالو ته ګواښ کړی، چې ښځې به له نارینه محرم پرته هټۍ ته د سودا اخیستلو لپاره نه پرېږدي.
د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، وړاندې تر دې طالبانو پارکونو او مېله ځایونو ته د ښځو پر ورتګ د بندیز لګولو تر څنګ په دغه ولایت کې د «لډو» پر لوبو او قېطعو یا پرو پر کولو هم بندیزونه لګولي دي.
سرچینې وايي، د طالبانو د امربالمعروف ریاست کارکوونکي د کندهار ښار په ټولو جوماتونو ګرځي او لمونځ کوونکو ته دغه ډول جدي ګواښونه کوي.
د افغانستان د سوېلي ولایتونو ګن اوسېدونکي وايي، چې د افغانستان د نورو ولایتونو پرتله لومړی په دغه ولایت کې د طالبانو له لوري بندیزونه پر خلکو عملي کېږي.
خلک وايي، ورځ په ورځ د طالبانو له لوري نويو بندیزونه له امله فکر کوي چې په زندان کې بندیان دي.
طالبانو وړاندې تر دې په دغه ولایت کې له رسنیو سره پر تصویري خبرو کولو هم بندیز لګولی و.