یونیسېف: افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ تر ټولو اووم زیانمنوونکی هېواد دی

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق «یونیسېف» په اېکس پاڼه د یوه ویډیویي راپور په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ تر ټولو اووم زیانمنوونکی هېواد دی.

په دغه راپور کې راغلي، چې نږدې دوه پر درېیمه برخه افغانان وچکالۍ اغېزمن کړي دي.
د راپور له مخې، یونیسېف د اروپايي ټولنې د بشردوستانه مرستو پر مټ تر ټولو وچکالۍ ځپلو ټولنو ته پاکې اوبه برابرې کړې دي.
یونیسېف غواړي، چې په روان کال کې ۵.۵ مېلیونه خلکو ته پاکې اوبه ورسوي.
راپور کاږي، چې په سیمه‌ییزو ښوونځیو کې زده‌کوونکي اوس‌مهال پاکو اوبو ته لاسرسی لري.