ځايي سرچینې: د پخواني حکومت یو قومندان په پکتیکا کې په مرموز ډول وژل شوی

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې د پخواني حکومت د پکتیکا ولایت د شېخ اباد سېمې قومندان عبدالرحمان تېره شپه د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی.

نوموړی د افغانستان تر سقوط وروسته ایران ته تللی او څو ورځي مخکې د طالبانو په ډاډ بيرته کورته راستون شوی و.

له پکتیکا ځايي سرچينو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د چهار شنبې په ورځ وویل، چې تېره شپه نامعلومو کسانو قومندان عبدالرحمان له کوره ايستلی او نن سهار يې جسد د کور مخ ته غورځولی و.

د سرچينې په خبره، نوموړي له ایران تر تراتګ وروسته خپل عادي ژوند کوی.

د وژل شوي قومندان عبدالرحمان پلار او يو ورور، چې نظاميان و هم د پخواني حکومت پر مهال په جګړه کې وژل شوي وو.

نوموړی دامهال د خپلي کورنۍ يوازني سرپرست و.

طالبانو تر اوسه د نوموړي د ژول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

د تېر حکومت یو قومندان برات خان باختر، چې په اصل کې د پکتیکا اوسېدونکی و، تېره یکشنبه د بلوچستان په مرکز کوټه کې ترور شوی و.
برات خان د کوټې ښار په لورلايي کې د سبزيو هټۍ پرانیستې وه او خپل عادي ژوند یې کاوه، چې په خپله هټۍ کې د دوو مخ پټو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو.

د سرچینو په خبره، قومندان برات خان اته کاله د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د قومندان په توګه دنده ترسره کړې ده.

که څه هم د طالبانو واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه؛ خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارمنان په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.

په دې هکله د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو مختلفو ادارو رپوټونه خپاره کړي، خو طالبان یې ردوي.

نور خبرونه

رادیو