خالد حنفي: امریکا او ملاتړو یې په ډېرو هڅو سره افغانان له 'جهاده' را ونه ګرځول

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۱

د طالبانو امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر سمنګان ولايت کې جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې امریکا او ملګرو یې ډېرې پلمې ولټولې او «افغانان یې له جهاده ونه ګرځول.»

هغه دوه ورځې وړاندې په کندوز کې ویلي و، چې «شریعت پلی کوو» او په دې برخه د هیچا فشار نه منو.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن چهارشنبه د (زمري ۳۱مه) په ایکس پاڼه د خالد حنفي له قوله لیکلي چې، په تېرو شلو کلو کې امریکا او د هغوی ملاتړو هر ډول هڅې وکړې چې «افغانان له جهاد کولو ورګرځوي» خو وايي، افغانان یې له خپله هوډه وانه ړول.

د کابل ښار په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې افغانانو پر طالبانو نیوکې کړې چې په تېرو شلو کلو کې یې د جګړو او په ښارونو او لویو لارو کې د ځانمرګو او سړک غاړې ماين چاودنو له امله د کورنۍ غړي او خپلوان له لاسه ورکړي دي.

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر دغه خبرې په سمنګانو کې د دغې ډلې د مشر ملا هبت‌الله د «فرمانونو او احکامو د لاښه پلي کېدو په موخه د عامه پوهاوي» په یوه غونډه کې ديني عالمانو او د سمنګان اوسیدونکو ته کړې دي.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته درې کاله کیږي، چې نړۍواله ټولنه او د سیمې هیوادونه له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې دې ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د وګړو ټول بشري حقونه دې په پام کې ونیسي، خو طالبان وايي، دوی د خپلې خوښې حکومت کوي او د نورو دا ډول څرګندونې په خپلو چارو کې لاسوهنه بولي.

د طالبانو حکومت د درېیو کلونو په تېرېدو لا هم کوم هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی.

نور خبرونه

رادیو