۱۹ افغان زده‌کړیالانې د زده‌کړو د دوام په موخه سکاټلېنډ هېواد ته رسېدلې دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۱

۱۹ افغانې زده‌کړیالانې د سکاټلېنډ پلازمېنې اډینبورګ ته رسېدلې چې د لینډا نورګرو خیریه بنسټ په مرسته د روغتیا په برخه کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

دغه زده‌کړیالانې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د خپلو زده‌کړو له دوام ګرځول شوې وې.

د لینډا نورګرو خیریه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه زده‌کړیالانې له کابل، میدان وردګ، دایکنډي او بامیان ولایتونو څخه د پاکستان له لارې برېتانیې ته لېږدول شوې دي.

دغه بنسټ وايي، له درې کلنو هڅو وروسته دغه نجونې سکاټلېنډ ته ورسېدلې.

۱۹ کلنې زهرا حسیني چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته یې د طب پوهنځي لومړی کال پای ته رسولی و وايي، هیله لري چې افغانستان ته د ستنېدو تر مهاله به یې کور امن شوی وي.

د لینډا نورګرو خیریه بنسټ چې له نجونو سره د مرستې لپاره جوړ او د لینډا نورګرو په نوم د یوې مرستندویه کارکونکي د مور او پلار له‌خوا رامنځته شوی، لینډا نورګرو په ۲۰۱۰ کال کې په کونړ ولایت کې وتښتول شوه او وروسته ووژل شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او پوهنتون ته د نجونو پر تګ یې بندیز لګولی دی.

نور خبرونه

رادیو