د ايران په يزد ښار کې د پاکستاني زيارت کوونکو يو بس اوښتی او '۲۸ تنه په کې مړه دي'

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۱

د ایران د یزد د بیړنیو حالاتو ادارې ویلي چې په دغه ولایت کې د پاکستاني زیارت کوونکو یوه مساپر وړونکي بس له اوښتو وروسته اور اخیستی چې له امله ۲۸ تنه مړه او ۲۳ نور ټپیان شوي.

دغه مساپر وړونکی بس د سه شنبې په شپه د خوزستان د چذابې پولې ته پر لاره و چې له سړک وتلی او اوښتی.

ایراني رسنیو لیکلي چې په دغه بس کې ۵۳ سورلۍ ناستې وې.

د راپورونو له مخې، «د بریک سیسټم کې تخنیکي نیمګړتیا، له لارې سره د موټر چلوونکي نابلدي او د موټر خرابوالی» د پیښې لاملونه بلل شوي.

نور خبرونه

رادیو