په غزني کې د وروستيو بارانونو له امله د يوې کورنۍ درې کسان مړه او ۳ ټپیان شوي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

په غزني طالب چارواکي وايي، چې تېره شپه د دې ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د تېزو بارانونو او سېلابونو له امله یوه ښځه او ۲ ماشومان مړه شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د غزني د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر حمیدالله نثار ويلي، چې سېلاب ځپلو کورنيو ته یې بېړنې مرستي رسولي.

د غزني د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر حمیدالله نثار د چهار شنبې په ورځ د سېلاب ځپلو سیمو څخه د ليدنې پر مهال سيمه ييزو رسنيو ته ويلي، چې وروستيو بارانونو او سېلابونو په دغه ولایت کې مالي ځانونه هم اړولي، ګڼ کورونه او کرنيزې ځمکې يې ويجاړي کړي دي.

نوموړي د مالي زيانونو او د کورونو د ویجاړو دقيق شمېر ياد نه کړ.

د غزني د ده یک ولسوالۍ د خلکو په خبره چې باران تېره ورځ ۸ بجې پيل او د شپې تر ناوخته یې دوام درلود.

د غزني د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې په سیمه کې سېلاب ځپلې کورنۍ مرستو ته اړتيا لري.

نور خبرونه

رادیو