‏د پاکستان پوځ: باجوړ ته له افغانستانه د وسله‌والو د ننوتو مخه ونیول شوه

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له افغانستانه باجوړ ته د ننوتو په هڅه کې پنځه وسله‌وال وژل شوي او څلور نور یې ټپیان دي.

په دغه وینا پاڼه کې راغلي، چې د ډزو په تبادله کې د دوی درې سرتېري د عنایت خان، عمر حیات او وقار خان په نوم هم وژل شوي دي.
د وینا پاڼې له مخې، دغه درې سرتېري د پېښور، خیبرپښتونخوا او مانسهرې اوسېدونکي وو.
خبرپاڼه وایي، پاکستان په پرله پسې ډول د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې د وسله‌والو ډلو له ورتګه دې مخنیوی وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي:« د طالبانو له حکومته تمه کېږي، چې خپل مکلفیتونه پوره کړي او د پاکستان پر ضد د ترهګریزو کړنو د دوام لپاره د وسله‌والو له‌خوا د افغان خاورې د کارونې مخه دې ونیسي.»
طالبانو او وسله‌والو ډلو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو پاکستان په وار، وار طالبان تورن کړي، چې په افغان خاوره کې یې ټي‌ټي‌پي وسله‌والو ته ځای ورکړی او دغه ډله له هغې ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.

نور خبرونه

رادیو