ټي‌ټي‌پي: سویلي وزیرستان کې پوځ د لوټ او تالان په موخه خلک اړ کړي، چې له خپلو کورونو ووځي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) وايي، د سویلي وزیرستان په بدر او شاوخوا سیمو کې تېره شپه ځايي خلکو ته ویل شوي چې خپل کورونه خوشې او نورو سیمو ته دې کډه شي.

د دغې ډلې له‌خوا په هغې خبرپاڼه کې چې بېګا ناوخته خپره شوې او یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې لیکل شوي، چې تر دې وړاندې هم پاکستاني پوځ په سویلي وزیرستان کې ورته کړنې ترسره کړي چې په پایله کې یې د ځايي خلکو کورونه لوټ شوي یا هم ویجاړ کړل شوي دي.
د پاکستاني طالبانو په خبرپاڼه کې له خلکو غوښتل شوي، چې د پوځ دغسې کړنو ته دې غاړه نه ږدي او د خپلو کلیو او کورونو ساتنه او پالنه دې وکړي.‎
په خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستاني چارواکي سره له دې چې تل پر افغان طالبانو تور پورې کوي چې پاکستاني طالبانو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې؛ خو د دوی دغه کړنې دا څرګندوي، چې د دغې ډلې ټول غړي په وزیرستان کې مېشت دي او له همدغو سیمو د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه پلانوي.
د خبر پاڼې په وروستۍ برخه کې له پاکستاني چارواکو غوښتنه شوې، چې د دغه شان کړنو دې لاس پر سر شي او د خلکو په بې‌ځایه کولو سره دې نورې اجنډاوې نه پلې کوي، چې په دې سره به د خلکو او د دوی تر منځ راغلی واټن نور هم پراخ او ولسونه به یې پر ضد راپورته شي.

نور خبرونه

رادیو