طالبان وايي، د کابل - جلال اباد د دویم سړک د جوړولو کار به ډېر ژر پیل شي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، د کابل ـ جلال اباد تر منځ د دویم سړک د جوړولو چارې چې له ډېرې مودې راهیسې په ټپه ولاړې وې ډېر ژر به یې له سره پیل کړي.

د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغې سترې ترانزیټي لارې د جوړولو چارې که له یوې خوا د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې اسانتیاوې رامنځته کوي؛ نو ورسره پر دغې لویې لارې د ترافیکي پېښو د کمېدو لامل هم ګرځي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت په دغې خبرپاڼه کې د کابل- غزني د لویې لارې د جوړولو یادونه هم شوې او ویل شوي، چې د دغې ډلې د مشرتابه له حکم سره سم به د غزني د دویم لین سړک د جوړولو چارې هم پیل شي.
که څه هم چې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د دغو دوو لویو ترانزیټي لارو د جوړولو خبره کړې؛ خو دا یې نه ده روښانه کړې، چې دغه چارې به کله بشپړېږي.
د کابل- جلال اباد دویم سړک د جوړولو چارې چې د کابل د خاک جبار له ولسوالۍ پیل او بیا د حصارک، شېرزادو، خوګیاڼو او سره رود له ولسوالیو تېرېږي او تر تورخمه رسېږي د پخواني نظام پر مهال پیل شوې وې، چې ډېر ځله د امنیتي ستونزو له امله ټکنۍ پر مخ روانې وې.
د ګڼو خلکو په باور پخوا همدغه ډله وه، چې د بیارغاونې چارې یې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړې وې، اوس چې دغه ډله د واک پر ګدۍ ناسته ده؛ نو بله داسې وسله‌واله ډله نه شته، چې د دوی د چارو پر وړاندې خنډونه راولاړ کړي.

نور خبرونه

رادیو