د ایران امنیتي ځواکونو په تهران کې په جرمني پورې تړلی ګوېته فرهنګي مرکز دفتر وتاړه

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

د ایران رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران د اسلامي جمهوریت امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ په تهران کې د جرمني په حکومت پورې تړلي د ګوېته فرهنګي مرکزونه وتړل.

د ایران اسلامي جمهوریت قضایه قوې دغه مرکزونه "غیر قانوني" وبلل او د هغوی د تړلو امر یې وکړ.

د راپورونو له مخې؛ د سې شنبې په ورځ ایراني امنیتي کسانو د تهران په قلهک ښار کې د دیباجي کوڅه کې د جرمني ژبې د زده کړې د ګوېته انسټیټیوټ او د هغه تعلیمي ودانۍ ته ننوتل او دغه کمپلېکسونه یې وتړل.

د میزان خبري اژانس چې د ایران اسلامي جمهوریت له عدلیې ورازت سره تړاو لري، راپور ورکړی چې د جرمني په حکومت پورې تړلي د غیرقانوني مرکزونو دوه څانګې چې «د دغه هېواد له قوانینو څخه یې سرغړونې، بې شمېره غیر قانوني کړنې او پراخې مالي سرغړونې کړې وې د ایران اسلامي جمهوریت قضایه قوه حکم له مخې تړل شوې دي.»

قضايي څانګې هم په ایران کې د نورو جرمني اړوندو مرکزونو له خوا د سرغړونو د راپورونو د تر لاسه کولو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

د ایران انټرنشنل راپور ورکړی، چې پولیسو د مرکز د تړلو لپاره له تاوتریخوالي څخه کار اخیستی او د پروفیسرانو، کارمندانو او د ژبو زده کونکو په ویډیو اخېستو سره پر هغوی برید کړی او هغه ځای کې وحشت رامنځته کړی.

نور نیوز په خپل ټیلیګرام چینل کی د ګوېته په انستیتوت پورې اړوند د مرکزونو د تړلو خبر ته په اشارې سره ولیکل: "دا په جرمنی کی د کلتوری او اسلامی مرکزونو د تړلو په وړاندی یو متقابل اقدام دی."

په یوه بیان کې راغلي چې د جرمني حکومت د چهارشنبې په سهار د هامبورګ اسلامي مرکز پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.

دغه مرکز د « ایران اسلامي جمهوریت د ایډیالوژۍ د ترویج، د لبنان د حزب الله په ملاتړ او د جرمني د اساسي قانون پر خلاف په عمل کولو» تورن شوی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د هامبورګ له اسلامي مرکز څخه ترلاسه کړي اسناد ښيي، چې د دغه مرکز مشر محمدهادي مفتح خپل لارښوونې په مستقیم ډول د ایران اسلامي جمهوریت له رهبر علي خامنه یي څخه تر لاسه کړې دي.

نور خبرونه

رادیو