د اسراییل پوځ په غزه کې د شپږو نورو یرغمل کسانو د جسدونو د موندلو خبر ورکړ

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

د اسراییل پوځ نن وویل، چې د غزې جنوب کتهې یې په خان یونس کې د شپږو نورو یرغمل کسانو جسدونه موندلي دي.

د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یاګف بوچشتاب، الکساندر دانسیګ، ابراهام موندر، یورام متزګر، ناداو پاپلول او هیم پري کورنیو ته په دې اړه خبر ورکړل شوی دی.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر په یوه بیان کې دا خبره تایید کړې ده.

د یرغمل کسانو د کورنیو ټولنې، چې د یرغمل شویو کورنیو استازیتوب کوي، د دې خبر هرکلی کړی، خو بیا یې پر اسراییل حکومت غږ کړی، چې د یرغملو د خلاصون په اړه له حماس سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

دې ټولنې ویلي: "د پاتې ۱۰۹ یرغمل شویو سمدستي راستنېدل یوازې د یوې موافقې له لارې ممکن دي. "د اسراییل حکومت باید د منځګړتوب په مرسته د هغه تړون د وروستي کولو لپاره خپل ټول وس وکړي، چې اوس مهال پر میز دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په روانه اونۍ کې منځني ختیځ ته د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنېدو د موافقې د خوندي کولو هڅه کوي.

هغه ویلي دي چې اسراییل په غزه کې د اوربند وړاندیز منلی او هڅه کوي چې حماس هم هغه ومني.

په غزه کې جګړه د تېر کال د اکټوبر په اوومه وروسته له هغه پیل شوه، چې د حماس جنګیالیو د اسراییل پر جنوبي سیمو برید وکړ.

د اسراییل د شمېرو له مخې په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ کسان یرغمل شوي دي.

له هغه وخت راهیسې، اسراییل پوځ د فلسطین ځینې برخې ویجاړې کړې، نږدې ټول ۲.۳ میلیونه خلک یې له خپلو کورونو څخه اېستلي دي.

د فلسطیني روغتیايي چارواکو په وینا دا جګړه د لوږې او وژونکو ناروغیو لامل شوې او د اسراییل په بریدونو کې شاوخوا ۴۰ زره کسان وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو