په غور کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۴ کسه مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

په غور ولایت کې په یوې ټرافیکي پېښې له امله ۴ کسان مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
په غور ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرحمان بدري وايي، دغه پېښه د غور ولایت په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې شوې ده.

د هغه په وینا، پېښه د یوه مساپر وړونکي فلانکوچ موټر د اوښتو له امله رامنځته شوې ده.
‏هغه زیاته کړې، چې د ټپیانو له ډلې د اوو تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

ښاغلي بدري ویلي، چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ویل کېږي، چې دغه پېښه د موټر د تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوې ده.
په تېرو وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په ټرافیکي پېښو کې د مرګ ژوبلې شمېر زیات شوی دی.
له بل پلوه بیا د طالبانو اړونده ادارو مسوولین وایي، چې ډېری دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته کېږي؛ خو موټر چلوونکي بیا د کندې کپر سړکونو خبره هم کوي.

نور خبرونه

رادیو