د پاکستان او بنګلدېش لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه سبا پيليږي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

د پاکستان کرېکټ بورډ ويلي، چې سبا به په راولپنډۍ لوبغالي کې د پاکستان او بنګلدېش لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه وشي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د همدې سياليو لپاره ۱۷ کسيزه لوبډله هم اعلان کړې.

د پاکستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې د همدې ټېسټ لوبلړۍ دوهمه سيالې به د اګسټ مياشتې په ۳۰ مه وشي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د شان مسعود په لوبډلمشرۍ او د سعود شکيل په مرستيالۍ دغه سياليو ته لوبډله اعلان کړې.

په دې لوبډله کې عامر جمال، عبدالله شفیق، ابرار احمد، بابر اعظم، کامران غلام، خرم شهزاد، میر حمزه، محمد علي، محمد حریره، محمد رضوان، نسیم شاه، سيام ایوب، سلمان علي اغا، سرفراز احمد او شاهین شاه افریدي شامل دي.

پاکستان کرېکټ بورډ ويلي، چې لوبډلې يې په راولپنډۍ کې تمرينونه کړې او بنګلدېش لوبډله هم اسلام اباد ته رسېدلې او تمرينونه يې تر سره کړي دي.

نور خبرونه

رادیو