طالبان: هغو ګواښونو ته چې دراني اشاره کړې په حقیقت کې له خپل هېواده یې پېښېدونکي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد پر اېکس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني وروستیو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی.

د اصف دراني څرګندونو ته د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هم تېره ورځ غبرګون ښودلی و.

حافظ ضیا احمد د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني د څرګندونو په غبرګون کې لیکلي:« دراني چې د کومو ستونزو او خطرونو نسبت افغانستان ته کړی په حقیقت کې د دې هر څه احتمال له پاکستانه لیدل کېږي.»
اصف دراني خبرداری ورکړی و، چې ښايي له افغانستانه د سپټمبر ۱۱مې په څېر بل برید هم ترسره شي.
خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال یې په غبرګون کې لیکلي:« افغانستان اوس يو امن او باثباته هېواد دی ،چې د بهرنیو هیوادونو د پورونو او مرستو پر ځای، د خپلو سرچينو په کارولو سره د اقتصادي ځان‌بسياينې لپاره هلې ځلې کوي.»
اصف دراني ویلي، چې د داعش ډله په افغانستان کې خپلې سیمې پراخوي او په مسکو، تهران او پاکستان کې د داعش له لوري ترسره شوي بریدونه ښيي، چې دغه ډله په نورو ځایونو کې هم ورته بریدونه کولای شي.
د داعش په اړه د دراني څرګندونو ته په غبرګون کې ضیا احمد وايي:« د افغانستان حکومت توانېدلی، چې داعش بلوا ګره ډله په بشپړ ډول وځپي؛ که د ډيورنډ کرښې پورې غاړه د داعش پټنځايونه له منځه يوړل شي، د دغې ډلې ګواښ په بشپړ ډول له منځه تللی شي.»
همدارنګه نوموړی وايي، ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ مسله ده او کورنۍ حل لارې غواړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې ښايي په افغانستان کې د داعش د ټولو غړو شمېر شاوخوا د ۱۰۰ او ۲۰۰ کسانو په شاوخوا کې وي.

له دې سره، د ترهګرۍ پر ضد د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف بیا امنیت شورا ته ویلي و، چې په تېرو شپږو میاشتو کې «د داعش خراسان ډلې مالي او لوژیستیکي ځواکمنتیا» ډېره شوې او دغې ډلې په خپلو لیکو کې د نویو ځواکونو د جذبولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

نور خبرونه

رادیو