د سپاه پاسداران ویاند وايي، د هنیه د وژنې په اړه د ایران ځواب ته انتظار ښايي اوږد شي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

د ایران د سپاه پاسداران ویاند د سې شنبې په ورځ وویل، چې د اسراییل په وړاندې د ایران د غچ اخیستنې انتظار ممکن اوږد شي.

په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژنې د تهران غوسه راپارولې ده. د ایران پوځي قوماندانانو ویلي، چې غچ اخیستنه "قطعې" ده.

علي محمد ناییني د اسراییل د برید پر وړاندې د ایران د ځواب د وخت په اړه وویل: "وخت زمونږ په ګټه دی او د دې ځواب لپاره د انتظار موده نوره هم اوږدیږي."

هغه زیاته کړه: "دښمن باید په مناسب وخت حسابي او دقیقو بریدونو ته انتظار وباسي."

د انقلابي ګارډ ویاند ټینګار وکړ، چې د ایران اسلامي جمهوریت مشران ټول شرطونه اندازه کوي او د اسلامي جمهوریت ځواب د پخوانیو عملیاتو تکرار نه شي.

اسماعیل هنیه د جولای په ۳۰مه هغه مهال په خپل هستوګنځي کې په یوه برید کې ووژل شو، چې د ایران د نوي ولسمشر مسعود بزشګیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران کې و. اسراییل تر اوسه په رسمي ډول د دې وژنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو ایران او حماس اسراییل د هغه د وژنې مسوول بولي.

نور خبرونه

رادیو