طالبانو د ملي ټلویزیون له ټولنیزو پاڼو هغه پروګرامونه پاک کړي، چې مېرمنې پکې ښکاري

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د دغه ټلویزیون له یوټیوب، فیسبوک، انسټاګرام او اېکس څخه د جمهوریت پر مهال جوړ شوي لویه برخه هغه پروګرامونه پاک کړي، چې مېرمنې پکې وې.

ملي ټلویزیون د جمهوریت پر مهال د خبرونو، سیاسي خپرونو، ځانګړو مرکو، جرګه، د کرونا ځانګړې خپرونه، ټولټاکنې، مشاعرې، شپږیزه او نورو بېلابېل پروګرامونو په ګډون زرګونه خپرونې لرلې.

افغانستان انترنشنل - پښتو د افغانستان د ملي راډیو تلویزون رسمي فیسبوک پاڼه، اېکس، یوټیوب او انسټاګرام وڅاره، چې یوازې د طالبانو خپرونې پکې خپرې ښکاري.

له دغو ټولنیزو شبکو څخه طالبانو ټولې هغه خپرونې پاکې کړي، په کومو کې چې مېرمنو ونډه لرله.

د افغانستان ملي راډیو تلویزون یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د جمهوري دولت له سقوط وروسته د ملي راډیو تلویزون ټولې ټولنیزې پاڼې د جمهوري دولت پر مهال د ملي راډیو تلویزون د رییس په واک کې وې.

سرچینه زیاتوي، چې وروسته طالبانو دغه پاڼې تر لاسه کړې او د طالبانو له خوا د ملي راډیو تلویزون مشر په امر پخوانۍ ټولې ویډیوګانې او خبرونه پاک شول.

طالبانو نه یوازې دا چې د ملي راډیو تلویزون د ټولنیزو پاڼو له ارشیف څخه د دغه تلویزون ټولې پخوانۍ خپرونې ډېلیټ کړي؛ بلکې د دغه تلویزون لوګو یې هم بدله کړې ده.

نور خبرونه

رادیو